ښوونه او روزنه

کندهاروالي : د شخصي پوهنتونونو پر مسؤلینو ټینګار وکړ چي په پوهنتونونو کې دې معیاري خدمات وړاندې کړي . که خصوصي پوهنتونونه معیاري خدمات وړاندې نه کړي وبه تړل شي

قندهار باختر د تلې ۱۶ مه
ځوانان د هېواد راتلوونکي کادرونه دي،نو له  همدې امله که  خصوصي پوهنتونونه د ځوانانو په روزلو کې غفلت  وکړي  او یا هم معیاري خدمات وړاندې نه کړي،پوهنتونونه به یې وتړل شي.
د باختر اژانس د سیمه ېیز خبریال د خبر له  مخې،دغه څرګندونې د قندهار والي  تورن جنرال زلمي وېسا د قندهار پوهنتون او د خصوصي پوهنتونونو له مسوولینو سره  په کتنه  کې وکړې.
والي وویل : ولایتي اداره د پوهنې د پیاوړیتا په برخه کې پوره هڅه کوي او هغه ستونزې چې اوس مهال دغه بهیر ورسره مخ دی د حل لپاره يې کار کوي.
هغه زياته کړه : خصوصي پوهنتونونه دې د سوداګرۍ پر ځای معیاري خدمات وړاندې کړي او ترڅنګ يې محصلینو ته اسانتیاوې برابرې کړي .
هغه ګوت څنډنه وکړه که خصوصي پوهنتونونه معیاري خدمات وړاندې نه کړي وبه یې تړي ترڅو د ځوانانو له حقوقو څخه يې دفاع کړې وي.
هغه د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې له  محصلینوڅخه دې په یوه او بل  نوم پيسې نه اخلي او په دې برخه کې يې د قندهار پوهنتو ن رېیس حضرت  مېر طوطاخیل ته ښپارښتنه وکړه چې یوه کمېټه جوړه کړي څو وخت پر وخت د  خصوصي پوهنتونونو له چارو څخه نظارت وکړي.
د غونډې په پای کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې د  پوهنې د پیاوړتیا په برخه کې به په ګډه همغږۍ کار کوي او د لوړو زده کړو د وزارت له اصولو سره سم به د باکیفیته خدماتو د وړاندې کولو ترڅنګ کمیت ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته