ورزش

پامير او سوله لوبه کوي

کابل باختر دتلي اوولسمه :
د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ نن په کابل کې په يوې لوبې سره دوام مومي .
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د پامير او سولې ټيمونه لوبه کوي .
د قيومي دڅرګندنو له مخې: په کابل کې د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام مومي او تر اوسه پورې د حبيبيانا ټيم د ٢٥ امتيازونو په لرلو سره د جدول په سر کې ځاى لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته