امنیت

په تخار ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام داوو پنځوسو ټولګټو پروژو کار بشپړ شو .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
په تخار ولايت کې څه دپاسه يوولسو زرو کورنيو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياوو څخه ګته واخسته .
دکليو دبياجوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغو پروژو  کار دڅلورشپيتو مليونو پنځه سوه څلويښتو زرو افغانيو په لګښت دتخار ولايت دبنګي ،. ينګي قلعه ، نمک آب چال ، هزار  سموچ ، چاه آب ، ورسج او دفرخار دولسواليو او ددغه ولايت په مرکز تالقانو کې  بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژو کې دټولنيزو مرکزونو ،  داوبو اوبريښنا دکوچنيو بندونو ، داوبو لګولو  دشبکو ،  داوبو لګولو دکانال ، د محافظوي ، استنادي او دګبيوني ديوالونو، منبرزونو ، او د روزنيزو مرکزونو جوړول ،  دڅښاک د روغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل ، دکرنيزو اوبو دشبکې غځول او دسړکونو جوړول   او کريړ اچول  شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په تخار ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ١٤٩٠ کلي دپرمختيايي پروګرامونو تر پوښښ لاندې نيولي دي او تراوسه پورې په دې بريالي شوى دى چې په بيلابيلو برخوکې ٣٦٣٣ پروژې بشپړې او ددغه ولايت دخلکو استفادې ته وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته