کابل باختر دوږي ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې د ناروې له سفیر ښاغلي ټور هاټرم Tore Hattremسره د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې تر سره شوه، د هېواد جمهور رئیس د افغانستان او ناروې تر منځ د همکاریو د پراختیا په برخه کې د ښاغلي هاټرم خدمتونه د قدر وړ وبلل او هغه ته یې په راتلونکو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ټور هاټرم په افغانستان کې د ناروې د سفیر په توګه له خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه او په دې دوره کې یې د افغانستان د خلکو د همکاریو له امله مننه وکړه.
د یادونې وړ ده چې ټور هاټرم په افغانستان کې د ۲۰۱۰ کال د جولای له میاشتې را په دې خوا د ناروې سفیر و.
0 1 دقیقه لوستل