ټولنه

د بلخ ځوانانو په هېواد کې د جګړې د پاى ته رسولو غوښتنه وکړه

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
د بلخ ځوانانو د سولې خبرو په اړه په مزارشريف ښار کې د خبرو پروګرام جوړ کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د خبرو دغه پروګرام چې د بلخ د يوشمېر مسوولينو، مدني فعالانو او ځوانانو په ګډون په مزارشريف ښار کې جوړ شو، د بلخ ځوانانو د سولې د سکرتريت مسوولې فروزان آريا د دغه پروګرام د جوړولو موخه د جګړې پر سختوالي د اندېښنو او د سولې د لارې پر سر د پرتو فرصتونو او چلنجونو په اړه د بلخ د ځوانانو د نظريو راټولول وبلل.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي د سولې غوښتنې او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د سولې پيغام د رسولو په لاره کې د ځوانانو هلې ځلې وستايلې او هيله يې څرګنده کړه چې په هېواد کې جګړه او ناامني پاى ته ورسېږي.
کريمي پر طالبانو د عامه بنسټونو د له منځه وړلو تور ولګاوه او زياته يې کړه چې دغه ډله هېڅ ډول اسلامي او انساني موازين نه مني.
د دغه پروګرام يوه برخه واله حسيبا نوري وايي چې د افغانستان ټول خلک له جګړې ستړي شوي او د جګړو په بهير کې زيات شمېر کورنۍ بې ځايه شوې دي.
هغې له طالبانو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او غوښتنې د خبرو له لارې حل کړي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته