امنیت

دقندهار پوليسو څه دپاسه دوه زره کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړل .

کابل باختر  دثور لومړي :
څه دپاسه دوه زره کيلوګرامه نشه يي توکي پرون دقندهار ولايت دپوليسو لاس ته ورغلل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ.
دملي پوليسو ځواکونه دقندهار ولايت دشاه ولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې دځانګړو عملياتو په ترسره کولو سره دڅه دپاسه دوه زره کيلوګرامو  نشه يي توکو په ترلاسه کولو بريالي شول چې يو زرو دوه سوه پنځوس کيلوګرامه اپين او درې سوه کيلوګرامه چرس هم پکې دي او ددغې پيښې په اړوند درې تنه نيول شوي او له دوى څخه تحقيق دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته