امنیت

د ميدان وردګو د خلکو له خوا د کندز ټپيانو ته وينه ورکړ شوه

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢١  :
د ميدان وردګو ولايت خلکو خپله په زرګونو سي سي وينه د کندز ټپيانو ته ورکړه.
په دې کمپاين کې د سيمه ييزو مسوولينو، زده کوونکو، محصلانو او پوځيانو په ګډون په زرګونو تنو خلکو ګډون کړى و.
دميدان وردګو والي حيات الله حيات دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې کمپاين کې څه ناڅه ٥٠ زره سي سي وينه دکندز دټپيانو لپاره راټوله شوې ده.
حيات د کندز ټپيانو ته د وينې ورکول د افغانستان د ټولوخلکو اسلامي او وجداني دنده وبلله او له هغو کسانو څخه چې په دې کمپاين کې  يې ګډون کړى و؛  مننه وکړه.
د کندز په ولايت د تروريستانو دبريد په بهيرکې په سلګونو تنو ته چې زياتره يې  ملکيان دي؛ مرګ ژوبله اوښتې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته