سیاست

د مالیې وزیر د افغانستان لپاره د پاکستان د اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

کابل_باختر د لړم د مياشتې٢٠مه
د  مالیې وزیر اکلیل حکیمي، نن د افغانستان لپاره د پاکستان له سفیر نصرالله خان زاهد، سره وکتل.
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې د پاکستان الفلاح، حبیب او نیشنل بانکونو مسؤلینو هم شتون درلود، دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، په افغانستان کې د یادو بانکونو پر فعالیتونو او مالیاتي مسایلو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ (APTTA) په تړون او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وکړې.#
پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته