اقتصاد

دمالیې وزیر د اسلامي پراختیایې بانک (IDB) له مرستیال سره د ۷۴ میلیونو امریکایې ډالرو په ارزښت د اسانه پور هوکړه لیک لاسلیک کړ

کابلباختر د وږي د مياشتې٢٦
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د افغان جمهوررييس محمد اشرف غني، د ملي شورا غړو، د کابینې وزیرانو او د اقتصاد عالي شورا د نورو غړو په شتون کې د اسلامي پراختیایې بانک له مرستیال ښاغلي سید اقا، سره د کابل ښار حلقوي سړک د جوړولو پروژې او نورو اړوندو تاسیساتو په موخه د ۷۴ میلیونو امریکایې ډالرو په ارزښت د اسانه پور هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د کابل ښار حلقوي سړک د ۹۵ کیلو مترو په اوږدوالې د هېواد د سړکونو ملي شبکې له مهمو برخو څخه ده، چې د هېواد پلازمېنه په مستیمه توګه له مهمو مواصلاتي لارو سره نښلوي. د دې لارې په جوړېدو سره ټاکل شوې ده چې په سوداګریز ټزانزیټ کې ښه والی راشي ترافیکي امنیت او خوندیتوب رامنځته شي چې په پایله کې به یې په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه راکمه شي.
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، د دغه هوکړه په اړه وویل: د دغې پروژې ټول ارزښت ۱۱۰ میلیونه ډالر اټکل شوی چې د افغان حکومت ونډه په کې ۳۴.۲۸ میلیونه ډالره ده. ده د اسلامي پراختیایې بانک له مرستو او کابل ته د دغه بانک د مرستیال له راتګ څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې یاده مرسته به په ګټوره او اغېزمنه توګه په پوره روڼتیا د ملي بودیجې له لارې ولګول شي او همدا شان تدارکاتي پروسه به یې د ملي تدارکاتو لخوا تر سره شي.
د اسلامي پراختیایې بانک مرستیال وویل چې د کابل حلقوي سړک جوړول نه یواځې د افغانستان لپاره بلکې د سیمې لپاره هم ډیر اقتصادي ارزښت لري. ده زیاته کړه اسلامي پراختیایې بانک به په راتلونکې کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک په اړه معلومات د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مالیې وزارت د مرستو د همغږۍ رئیس مصطفی اریا، د اسلامي پراختیایې بانک مرستیال سید اقا او د مالیې وزارت ویاند او عامه اړیکو رئیس اجمل حمید عبدالرحمیزي، د مطبوعاتي کنفرانس له لارې  رسنیو سره شریک کړل.ختم- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته