ټولنه

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دزمري د مياشتې ٢٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمداشرف غني د ډاډګيرنې
او همدردۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يوه علمي او فرهنګي شخصيت ډاکتر اکرم عثمان د هغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه؛ له هېواد څخه په بهرکې وفات شو.
ارواښاد ډاکتر  اکرم عثمان د هېواد يو تکړه ليکوال او رُمان ليکوونکى او دغه راز  وتلى ديپلومات و چې د حقوقو او سياسي علومو په څانګه کې يې د دکتورا تر درجې پورې زده کړه کړې وه.
ده کلونه کلونه د ادبي او ټولنيزو پروګرامونو د ليکوال او د افغانستان د ملي راډيو د وياند په توګه  فعاليت درلود.
ارواښاد ډاکتر اکرم عثمان په علومو اکاډمۍ کې د تاريخ انستيتوت دمسوول په توګه هم فعاليت درلود او وروسته يې ديوې مودې لپاره د ديپلومات په توګه دنده ترسره کړه. له ده څخه څو ارزښتناک علمي، ادبي  او تاريخي آثار پاتې شوي دي.
د ده د مړينې په مناسبت د خپلې ډاډګيرنې او همدردۍ مراتب د ارواښاد    کورنۍ، دوستانو او د هېواد علمي ټولنې ته څرګندوم او د لوى خداى (ج ) له دربارڅخه د غفران او د الهي رحمت هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته