سیاست

جمهور رئیس غني د برتانیې له لومړي وزیر سره وکتل

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون په لندن ښار کې له اداري فساد سره د مبارزې دنړیوالې ناستې په څنډه کې د برتانیې له لومړي وزیر ډیویډ کامرون سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، له ترهګري او اداري فساد سره د مبارزې او د کډوالو د ناورین په هکله بحث او خبرې وکړې.
د برتانیې لومړي وزیر وویل، هېواد یې تر ۲۰۲۰ ميلادي کال او له هغه څخه زیات د افغانستان د نظامي اکاډمي ملاتړ ته دوام ورکوي او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې په برخه کې به هم زموږ همکاري دوام ولري.
ډیویډ کامرون وویل، برتانیا به د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې د کال سل میلیون ډالر مرسته وکړي. هغه د کډوالو معضله د اروپایي ټولنې له مهمو سیاسي موضوعاتو څخه وبلله.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د برتانیې د مرستو او همکاریو مننه وکړه.
جمهور رئیس اروپا ته د کډوالیو په هکله وویل، د افغانستان محدودیتونه باید درک شي او اروپا ته د کډوالو د جذب عوامل هم وارزول شي.
جمهور رئیس غني وویل، موږ کوښښ کووداسي انکشافي فرصتونه برابر کړو، چې هېوادوال د راتلونکي په هکله ډاډمن شي او هېواد پرېنږدي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته