امنیت

په روان کال کې په ننګرهار کې دلسګونو پرمختيايي پروژو دپلې کولو دکار پيل .

کابل باختر د وږي نهمه : په روان کال کې دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې دلسګونو پرمختيايي پروژو دپلې کولو کار پيل شوى او دوام لري . دغه پروژې دننګرهاريانو د ژوندانه په بدلون او د هغه داقتصاد په پياوړتيا کې ښه رول لري . په دغو پرمختيايي پروژو کې دڅښاک دروغتيايي اوبو تامينول ، دکليوالي لارو جوړول ، د واټونو پخول ، د انرژۍ توليد او دلاسي صنايعو وده ده . د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپانې په خپرولو سره وايي چې؛ په روان کال کې په ننګرهار کې دپنځه پنځوسو پرمختيايي پروژو دپلې کولو کار پيل شوې دى او په قوت سره دوام لري . ددغو پروژو لګښت څه دپاسه پنځه سوه پنځوس مليونه افغانى اټکل شوى دى چې دکورنيو او نړيوالو مرستندويو بنسټونو له خوا ورکول کېږي . دغه پروژې به دننګرهار ولايت له دوه ويشتو ولسواليو څخه په شلو ولسواليو کې پلې شي . سيمه ېيز مقامات وايي چې؛ د دغو پروژو پلې کول به دخلکو د ژوندانه په ښه والي او د هغوى داقتصاد په پياوړتيا کې رغنده رول ولري . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته