سیاست

د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې د يوشمېر جګپوړو افسرانو په ستاينې سره له امنيتي او دفاعي بنسټونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ

کابل باختر د وږې دمياشتې ١٠ :
د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنې د امنيتي بنسټونو يوشمېر جګپوړي افسران او منسوبين وستايل او په دې ترتيب يې دهېواد له امنيتي او دفاعي بنسټونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې:
دافغانستان د ځوانانو مدني ټولنې نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو په نړيوال مرکزکې د يوې غونډې په جوړولو سره د هېواد د امنيتي او دفاعي بنسټونو کړه وړه او فعاليتونه وستايل او د دغه بنسټ منسوبينو ته د درناوي په توګه يې دملي دفاع او د کورنيو چارو د وزارتونو او د ملي امنيت دلوى رياست  ١٤ تنه جګپوړي افسران د کورنيو چارو او د ملي دفاع د وزارتونو د قطعاتو له يوشمېر قوماندانانو او د پوليسو د حوزو  له آمرانو سره وستايل .
په دې غونډه کې دکابل ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي، دملي دفاع وزارت د ستردرستيز د روغتيايي چارو قوماندان جنرال عبدالرزاق سياووش، دکورنيو چارو وزارت د پاسپورټ رييس جنرال سيدعمر صبور او يوشمېرنورو برخه والو خبرې وکړې او دهېواد په دفاعي او امنيتي بنسټونوکې يې د ځوانانو دشتون هرکلى وکړ او ټينګار يې وکړ چې خپلو هېوادوالو ته د زيات خدمت لپاره هڅه او هاندکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته