امنیت

پنځه تنه وسله وال مخالفان په غزني ولايت کې ووژل شول .

کابل باختر دلړم لومړى :
پنځه تنه وسله وال  مخالفان نن سهار دغزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې ووژل شول او ديارلس تنه نور ونيول شول .
دغزني ولايت امنيه قوماندان  محمد زمان دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مخالفان ددغه ولايت دناوې ولسوالۍ پورې اړوند دسپينه غندى  او تنګي په کليو کې  ددفاعي او امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې ووژل شول او ديارلس تنه نور يې  ونيول شول .
ده زياته کړه چې ددغو عملياتو له امله شپږ تنه افغان پوځيان  ټپيان شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته