کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٣ :
يوه امريکايي څيړنيز _ روزنيز بنسټ په يوه رپوټ کې دنړۍ ډير زيانمنونکي هېوادونه درجه بندي کړي دي چې له مخې يې افغانستان په اووم رديف کې نيول شوى دى .
ددغه امريکايي بنسټ نوى رپوټ ښيي چې افغانستان له افريقايي هېواد چاد څخه وروسته په ٢٠١٤ ميلادي کال کې دنړۍ ډير زيانمنونکى هېواد بلل شوى دى .
په دې رپوټ کې دنړۍ د ١٧٨ هېوادونو حالت څيړل شوى دى او دنړۍ هېوادونه په ډيرو پياوړو ، په ډيرو باثباته اوپياوړو ، کموباثباتو اوپه با ثباتو برخو ويشل شوي دي چې له دې جملې څخه جنوبي سوډان دنړۍ ډير لړځنده او زيانمنونکى هېواد پيژندل شوى دى .
وروسته سوماليا ، دمرکزي افريقا جمهوريت ، کانګو او سوډان دي .
ددغه رپوټ په يوه برخه کې ويل شوي دي چې افغانستان په ٢٠١٤ ميلادي کال کې دوګړو دفشارونو ، کورنيو مهاجرتونو ، ډله ييز نارضايت ، دوګړو دتيښتې ، ناانډولېزې پراختيا، دبشر د حقوقو دتر پښولاندې کولو ، دقانون دواکمنۍ ، بې ثباتۍ ، جنايي جرمونو اودبهرنيو لاسوهنو په لحاظ دير زيانمنونکى هيواد بلل شوى دى او دخطر کچه يې پکې لوړه ده .
ددغه بنسټ په رپوټ کې دافغانستان دګاونډيو هېوادونو په باب داسې ليکل شوي دي : په ٢٠١٤ ميلادي کال کې په پاکستان سربيره دايران ، تر کمنستان ، ازبکستان او تاجکستان په ګډون د افغانستان نور ګاونډي هيوادونه ډير خطر ناک په ناوړه حالت او ترزياتې اندازې پورې په خبر داري ورکوونکو هېوادونو کې بلل شوي دي .
يمن ، هايتي ، پاکستان ، زمبابوي ، ګينه ، عراق ، سوريه او ګينه بساو په ترتيب سره له اتم څخه تر يوولسم مقام پورې دي .
فنلند يوازينى هيواد دى چې په دې رپوټ کې يې د ٢٠١٤ ميلادي کال ډير باثباته هېواد لقب يې غوره کړى دى.
افغان مقاماتو تراوسه پورې په دې اړوند نظر نه دى څرګند کړى . خو پخوا يوشمير افغان کارپوهانو هم دغه شان رپوټونه دافغانستان دخلکو پرخلاف يوه رواني او تبليغاتي جګړه بللې ده .
0 1 دقیقه لوستل