ټولنه

د تېرې شپې د تروریستي برید د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر د قران عظیم الشان دختم مراسم پرځاى شول

کابل باختر د لړم ديرشمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې د کابل ښار په اورانوس هوټل کې د میلادالنبي د نمانځې پر مراسمو د تېرې شپې د تروریستي برید د شهیدانو روح ته د دعا په خاطر د قران عظیم الشان د ختم مراسم نن غرمه د ارګ په جامع جومات کې پرځاى شول. د هېواد یو شمېر قاریانو او د مراسموګډونوالو د قران عظیم الشان ختم وکړ او د تېرې شپې د شهیدانو روح ته دعا وشوه. دغه راز د قران عظیم الشان د ختم د مراسمو ګډون کوونکو د خدای تعالی په دربار کې د یادې پېښې ټپیانو ته د روغتیا، په هېواد کې د دائمي سولې او ثبات د تامین او د جګړې او بدمرغيو د پایته رسېدو دعاهم وکړه. په دغو مراسمو کې د جمهورئیس دویم مرستیال محمد سرور دانش، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال استاد محمد محقق، د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف، د سولې دعالي شورا رئیس محمدکریم خلیلي او د دې شورا پر یو شمېر غړو سربېره د ولسي جرګې او مشرانو جرګې او کابینې یو شمېر غړو، د جمهوررئیس سلاکارانو او ځینو هېوادوالو ګډون درلود.#پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته