کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٢نيټه :
د ملي اردو ځانګړو ځواکونو د هوايي ځواکونو په همکارۍ د هلمند ولايت په موسى قلعه ولسوالۍ کې د دښمن په پټنځايونو شپني عمليات ترسره کړي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. په دغو عملياتو کې څلور تنه ډاراچوونکي وژل شوي ، دوه تنه مشکوک نيول شوي او د دښمن يوه ډيپو چې هاوانونه او دبې ام _ مهمات په کې ځاى پرځاى کړاى شوي و له منځه يوړل شول. پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ