پيښور جيو نيوز باخترد وري دمياشتې ٢١ :
د اورکزو ايجنسى په قبايلي سيمه کې دپاکستاني پوځيانو او دياغي طالبانو ترمنځ په ډزوکې نن اووه تنه مليشې ووژل شوې .
باخترآژانس دپاکستان دجيوټلويزيون له خولې خبر راکړ چې وسله والو مليشو په اورکزو ايجنسي کې دامنيتي ځواکونو دپلټنې په پوستې بريد وکړ چې د دواړو لورو ترمنځ د نښتې سبب شو.
د متقابلو ډزو له امله دپاکستان دوه تنه پوځي پرسونل ټپيان او اووه تنه ياغي طالبان ووژل شول.
پاکستاني پوځيانو د ١٣٨٩ هجري لمريزکال د وري دمياشتې له لومړيو وختو څخه په اورکزو ايجنسي کې دمليشو پرخلاف عمليات پيل کړي دي او ادعاکوي چې په دغو عملياتوکې په سلګونوتنه مليشې وژلې دي، خو د دوى دغه ادعا دکومې مستقلې سرچينې له خوا نه دى تائيد شوى.
0 1 دقیقه لوستل