نړۍ

دداعش دډلې پنځوس غړي په عراق کې ووژل شول

بغداد عراقي رسنۍ   باختر د ليندۍ دمياشتې  ٢١ :
دعراق هوايي ځواکونو په نينوا  ولايت کې دداعش دډلې  په سنګرونو  په بريدسره  ددغې ډلې  پنځوس تنه غړي ووژل .
دعراقي رسنيو دخبرله مخې :  يو پوځي  مامور چې ويې غوښتل  نوم  يې افشا نه شي وويل :  چې دعراق   هوايي ځواکونو نن پنځه ځلې  په البعاج کې  دداعش دډلې  په سنګرونو بريدونه وکړل   اوپه هغوى  يې  کلک  ګوزارونه وکړل.
عراقي خبرځايونو داعلام له مخې :  دغه بريدونه  دهغو دقيقو اطلاعاتو له  مخې  چې داطلاعاتي  ځواکونوله خوا  راټول شوي و ، ترسره شول  اوهوايي پوځ  هم  په دې بريالى شو   چې يوشمير تروريستان  ملکي وګړو ته له زيان رسيدو پرته ووژني ،.ددغه بريد له امله ددغې ډلې يوه زياته اندازه تجهيزات هم  له منځه لاړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته