د اسعداباد ښار /باختر/ د وږي ۱٨مه
شپږ وسله وال ډاراچوونکي دکونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې ووژل شول .
په دغو عملياتو کې چې له پيل څخه يې درې ورځې تيريږي څو کلي د وسله والو طالبانو او د داعشيانو له شتون څخه پاک شوي دي .
دهېواد په ختېځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل: چې ددغو عملياتو په نويو نښتو کې شپږ ډاراچوونکي ووژل شول .
هغه وويل ؛ چې پوځيانو ددغو دريو ورځو په بهيرکې کابو ديارلس کلي د ډاراچوونکو له شتون څخه پاک کړي دي .
په عملياتو کې تراوسه پورې د طالبانو او داعشيانو شپږ پټنځي اومرکزونه له ټولو جنګي تجهيزاتو سره يې ويجاړشوي دي .
پوځيان وايي چې دډاراچوونکو له شتون څخه د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو پورې به خپلو عملياتو ته دوام ورکړي.
پاى ذ