کابل- باختر د لړم دمياشتې ١٨مه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرتيا !
د دغه وزارت له پخوانيو خبرتياوو سره ځينې خصوصي خپرونې او دارالترجمې د ډله ئيزو اطلاعاتو د وسايلو د قانون ٢٨ مې مادې ته په پاملرنې سره په داسې حال کې چې قانوني جواز نه لري؛ خپل فعاليت ته دوام ورکوي.
په همدې مقصد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د وروستي ځل لپاره د خصوصي خپرونو او د دارالترجمو د امتياز خاوندانو ته خبر ورکول کيږي چې د دغې خبرتيا د خپريدو له نيټې څخه تر يوې اوونۍ پورې دې د دغه وزارت د خپرونو او عامه اړيکو رياست ته ورشي او جواز دې ترلاسه کړي؛ له دې پرته به د جواز له نه لرونکو خپرونکو او دارالترجمو سره قانوني چلند وشي .
1 1 دقیقه لوستل