امنیت

يو تروريست چې غوښتل يې دکابل په يو هوټل بريد وکړي ونيول شو.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٨
دملي امنيت ادارې دحقاني د شبکې ديو غړي په نيولو سره دکابل ښار په يو هوټل دترورستي بريد مخه ونيوله.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکى دى . دحقانى دشبکې فعال غړى خالد چې په سهيل مشهور دى دوه ماينونه چې له موبايل سره عيار شوي و غوښتل يې دکابل دنوي ښار په يو هوټل کې په تروريستي بريد لاس پورې کړي چې له بريد څخه مخکې وپيژندل شو او ونيول شو.
معلومه نه شوه چې ده په کوم هوټل دبريد نيت درلود .
داپه داسې حال کې ده چې څه موده مخکې دملي امنيت موظفينو يوه تروريستي ډله چې غوښتل يې دکابل ښار په يو هوټل ځانمرګى بريد وکړي ونيوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته