امنیت

لس تنه وسله وال طالبان په بدخشان کې ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ دولسمه :
د بدخشان ولايت په داغستان ولسوالۍ کې په طالبانو د ملي اردو د هوايي پوځ د الوتکو د بريدونو له امله لس تنه وسله وال طالبان ووژل شوي او يوشمېر نور يې  هم ټپيان شوي دي .
د بدخشان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري د باختر آژانس خبريال ته وويل: پرون سهار وسله والو طالبانو په داغستان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په سنګرونو يرغليز بريدونه پيل کړل چې تراوسه پورې په خپل قوت سره دوام لري او هوايي ځواکونو د وسله والو طالبانو په سنګرونو بريدونه کړي دي چې له امله يې ١٠ تنه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان شوي دي .
خبرحاى وويل: امنيه قوماندان کومکي ځواکونه د داغستان ولسوالۍ ته استولي دي ترڅو په دغې ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونوسره مرسته وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته