کابل/ باختر/ د چنګاښ ١٩مه
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ٨١ وسله والو ډار اچوونکو د وژل کېدو خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبرله مخې: په دې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د عملياتو په دوام، د جوزجان – سرپل د لويې لارې په تګلوري او په فارياب، غزني، روزګان، هرات، هلمند، نيمروز، بلخ، زابل، لوګر، پکتيا، پکتيکا، لغمان او ننګرهار کې ۸۱ وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٥ نوريې ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې د يوه ډار اچوونکي د نيول کېدو خبر هم ورکړ شوى دى.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ