امنیت

په قندهار کې دځانمرګې بريد له امله درې تنه افغان پوځيان ووژل شول

کابل- باختر دلړم اتلسمه:
په قندهار ښارکې دځانمرګې بريد له امله درې تنه پوليسان شهيدان او څلور تنه نور يې ټپيان شول .
دغه بريد نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې دپوليسو پر يوې ګرځندې پوستې شوى دى.
باختر اژانس ته په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوى دى: پر موټرسايکل سپاره يوه ځانمرګې بريدکوونکى خپل چاوديدونکي توکي دقندهار ښار دڅلورمې ناحيې په مربوطاتوکې دپوليسو ديوې گرځنده پوستې په وړاندې چولى دى .
دقندهار د والي ويندوى جاوديد فيصل له باختراژانس سره په اړيکه کې وويل چې په دې ځانمرګې بريد کې دپوليسو دگرځنده پوستې درې تنه سرتيرې ووژل شول او څلور تنه نور يې تپيان شول، خو دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقي له رسنيو سره په اړيکه کې وويل چې دغه پيښه په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين دچاودنې  زيږنده ده .
په همدې حال کې دقندهار په ميرويس روغتون کې ډاکترانو په دې پيښه کې د دريو تنو ټپي پوليسو روغتيايي حالت خراب بللي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته