سیاست

ډاکتر عبدالله عبدالله : دافغانستان امنيت دتاجکستان امنيت دى .

کابل باختر دتلي شلمه : دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون دشانګهاي دهمکارى دسازمان دحکومتونو دمشرانو دغونډو تر څنګ دتاجکستان له جمهور رييس امام علي رحمان سره دملت په ماڼۍ کې وکتل داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دتاجکستان جمهور رييس په دې کتنه کې دشانګهاي دهمکارى دسازمان دحکومتونو دمشرانو په اوولسم اجلاس کې دګډون لپاره تاجکستان ته داجراييه رييس سفر ته ښه راغلاست ووايه . دتاجکستان جمهور رييس دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې هېواد يې ددوست او ګاونډي په توګه له افغانستان سره اړيکو ته زيات اهميت ورکوي . امام علي رحمان دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې هېواد يې په افغانستان کې وضعيت تعقيبوي او په تاجکستان اوسيمه کې ارامي او امنيت په افغانستان کې دامنيت او ارامى په ګرو کې بولي . اجراييه رييس دامام علي رحمان دتاوده هرکلي له امله په مننې سره ، تاجکستان دافغانستان ستراتيژيکي او نږدې دوستان او متحدين وبلل او دتاجکستان په واسطه دشانګهاي دهمکاريو دسازمان دحکومتونو دمشرانو دغونډې دکوربه توب له امله قدرداني وکړه . په دې غونډه کې دواړو لورو دامنيت له ډار اچونې او دنشه يي توکو له قاچاقو سره د ګډې مبارزې ، دسيمه ئيزې همکارى او همغږى دسوداګريزې راکړې ورکړې دزياتوالى او دافغانستان دخلکو په رهبرى او مالکيت سولې دتامينولو لپاره دسيمې دهېوادونو دهمکارى دجلب په باره کې خبرې وکړې . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته