کابل باختر د لړم څوارلسمه :
دقندهار _ روزګان دلوى لارې دجوړولو کار له يو کال ځنډ وروسته بيا پيلېږي .
ددغه واټ دجوړولو کار يو کال مخکې پيل شو او څه ناڅه په سلو کې څلويښت بشپړ شوى خو په تدارکاتو کې دځنډ په دليل ودريد .
درارسيدلو خبرونوله مخې، ددغې لوى لارې دجوړولو کار نن له سره پيل شو .
دغه واټ دنهه ديرشو کيلومترو په اوږدوالي او داتو مترو په سور دقندهار او روزګان ولايتونه نښلوي .
دقندهار ولايت سرپرست عبدالحنان منيب باختراژانس ته وويل چې ددغه واټ دجوړولو کار په دوو راتلوونکو مياشتو کې بشپړيږي او دغه واټ به ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
دغه واټ دفوايد عامې وزارت له خوا جوړيږي .
منيب وويل چې دملي اردو او ملي پوليسو ځواکونه ددغه واټ دکارکوونکو امنيت تامينوي .
ختم_ عطاالله _اکرم
0 1 دقیقه لوستل