امنیت

دوه تنه انسان تښتوونکي ونيول شول.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٨
دوه تنه دجوزجان ولايت د دوو تنو اوسيدونکو دتښتوونې په تور دفارياب ولايت دملي امنيت رياست دمنسوبينو له خوا ونيول شول.
دجوزجان والي مولوي لطف الله عزيزي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه کسان دحاجي بيګ محمد او الله بيردي له تښتونې وروسته دهغو له کورنيو څخه زياتې پيسې غوښتنې وې او کله يې چې غوښتل دغه پيسې ترلاسه کړي ونيول شول.
ده زياته کړه :نيول شوي کسان دجوزجان ولايت دملي امنيت د رياست د اطلاعاتو له مخې د فارياب ولايت دملي امنيت د رياست په همکاري ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته