ورزش

په هرات کې دفوټبال دحذفي جام سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر دسلواغې يوولسمه :
په هرات کې دفوټبال دحذفي جام سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي .
دهرات دفوټبال  فدراسيون تخنيکي  مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې دجامي ټيم دازادي  له ټيم سره لوبه کوي .
دنوروزي دڅرګندونوله مخې، په هرات کې دفوټبال دحذفي جام سيالۍ  دديرشو ټيمونو په ګډون پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې دکوثر او دارش  ټيمونولوبه  په قانوني وخت کې دڅلورو په وړاندې په څلوروسره برابره پاى ته ورسوله . خو دپنالتي په  ګوزارونو سره دصفر په وړاندې په دوو سره دارش دټيم په ګټه پاى ته ورسيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته