سیاست

د ايران په اسلامي جمهوريت کې د افغانانو د اعدام په باب د ملي شورا د مشرانوجرګې اعلاميه

کابل- باختر دکب دمياشتې شپږمه :
د ايران په اسلامي جمهوريت کې د افغانانو د اعدام په باب د ملي شورا د مشرانوجرګې اعلاميه
دملي شورا د مشرانوجرګه په ايران کې د افغانانو د اعدام لړۍ په داسې حال کې په کلکه غنده چې د ايران له پخوانيو ژمنوسره سم، ټاکل شوې وه چې د افغانانو اعدام په اوږدمهال بند تعديل شي .
دملي شورا د مشرانوجرګې پخوا هم په ايران کې د افغانانو د پرله پسې اعدامونو او آن د افغان کارګرانو د صحرايي وژنو له امله د خپلې ژورې خواشيني او خپګان مراتب په ډاګه کړي دي او څرګندوي چې افغانستان په تيرو څه دپاسه دريو لسيزو کې دخپلو ځينو ګاونډيانو دڅرګندو او پټو توطيو له امله خپل په مليونونو تنه بچيان له لاسه ورکړي دي، اوسني غير منصفانه اعدامونه يوځل بيا د افغانستان دخلکو غم اوخپګان لاپسې زياتوي .
دملي شورا د مشرانو جرګه په جدي توګه له نړيوالو حقوقي مرکزونو او دافغانستان له حکومت څخه غواړي چې په ايران کې د عادي کارګرانو په ګډون، د افغانانو د څرګندو او پټو اعدامونو موضوع په جدي توګه وڅيړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته