ټولنه

د میدان وردګو والي وايي د ستونزود ښه حل لاره د ولس او حکومتي مسولینو ګډکار دی.

میدان ښاردسلواغی د مياشتې پنځمه باختر
د میدان ښار یوشمیر اوسيدونکي او د میدان شورا استازي وايي د خپلو حقونو غوښتنونکي دي او زیاتوي، چې حکومت دې یې د بریښنا او پوهنتون ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.
دغو مشرانو دا خبرې په دې وروستيووختوکې د ولایت په مقام کې له والي حیات الله حیات سره دلیدنې پرمهال وکړي.
دوی وویل، چې له کابل څخه غزني ته د لیږدونکې بریښنا څخه دې ټول میدان ښار ته بریښنا ورکړل شي ؛ څو په په دې سیمه کې ښاري پرمختګ ته زمینه برابره شي.
د میدان شورا استازو حاجي جانان، حاجي دقیق او جنرال بلبل شاه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې حکومت دې یې ستونزو ته رسیدګي وکړي.
دوی همدا راز غوښتنه لرله، چې د میدان وردګو ولایت پوهنتون دې له دشت توپ سیمې څخه مرکز میدان ښار ته انتقال شي؛ ځکه په خبره یې هغه سیمه لیري ده او محصلان ورته په وخت تګ راتګ نشي کولای.
د میدان وردګو والي  حیات الله حیات وویل، چې د بریښنا ستونزې حل لپاره به د بریښنا عمومي ریاست مسولینو سره خبرې وکړي او د خلکو غوښتنې به ورسره شریکې کړي.
والي  حیات وویل، چې د پوهنتون پر مسلې دې د ولس خلک او میشت قومونه سره خبرې وکړي او په کومې پریکړي ، چې توافق ته ورسیدل ولایتي اداره او نور مسولین به اجرات وکړي.
هغه وویل، چې یوشمیر داسې ستونزې وي، چې د ولسي خلکو او حکومتي مسولینو ګډ کارته اړتیا لري او په وینا یې په کارده، چې ددې هدف لپاره د ولسونو او حکومت ترمنځ ښه همغږۍ رامنځته او په شریکه هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته