روغتیا

دعامې روغتيا وزارت : دمور شيدې دماشوم په جسمي او دماغي ودې مثبته اغيزه کوي.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٣
دمور په شيدو دتغذيې نړيواله اوونۍ وظيفه لرونکې ميندې کولاى شي هم کار وکړي او هم خپلو ماشومانو شيدې ورکړي تر شعار لاندې دعامې روغتيا وزارت له خوا ونمانځل شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله دعامې روغتيا په وزارت کې جوړه شوې وه دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز خبرې وکړې او ويې ويل چې دمور په شيدو دتغذيې نړيواله اوونۍ ماشومانو ته دمور دشيدو دګټو په باب دخلکو پوهاوى دى او دمور په شيدو تغذيه دماشومانو په جسمي او دماغي ودې مثبته اغيزه کوي او ماشومانو ته بشپړ خواړ  د مور شيدې دي او په حقيقت کې دمور شيدې دالله (ج) ستر نعمت دى.
دعامې روغتيا وزير څرګنده کړه په لومړيو شپږو مياشتو کې په بشپړه توګه ماشومان دمور په شيدو سره تغذيه شي او په دې موده کې دمور شيدې ماشومان دانتاناتو او ناروغيو په وړاندې وقايه کوي ډاکتر فيروز وويل هلې ځلې به وکړي چې دوچوشيدو په وارداتو کې ديادونې وړ کمښت رامنځته شي چې ميندې او په تيره بيا کارکوونکې ميندې دخپلو ماشومانو دتغذيې لپاره له دوچوشيدو څخه داستفادې پرځاى خپلې شيدې وکاروي، دغه راز په دې غونډه کې دافغانستان لپاره دنړۍ د روغتيايي سازمان استازى ډاکتر فتاح خبرې وکړې او ويې ويل: چې دنړۍ روغتيايي سازمان په افغانستان کې دمور په شيدو دماشومانو دتغذيې د زيات رواجولو په لاره کې هلې ځلې وکړي.
په دې غونډه کې ديونيسف د ادارې استازى هم خبرې وکړې او په افغانستان کې دمور په شيدو دماشومانو دتغذيې درواجولو په لاره کې يې د عامې روغتيا له وزارت سره دخپلې اړوندې ادارې همکارى څرګنده کړه .
دغونډې په پاى کې دعامې روغتيا وزارت دهمکارو موسسو يو شمير مسولينو ته چې په دغه برخه کې يې ددغه وزارت سره مرسته کړې ده دستاينې لوحې ورکړۍ شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته