امنیت

په روزګان کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه د نهه کلن ماشوم ژغورل

 ترینکوټ باختر د مرغومې ۲۳ مه
د روزګان ولایت د ملي امنیت مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې هغه ۹ کلن ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی چې درې ورځې وړاندې د ترینکوټ ښار له یوه هوټل څخه تښتول شوی و.
د ملي امنیت یوې سرچینې د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته ویلي چې تښتول شوی ماشوم یې د ترینکوټ ښار په څانګې نومې ځای کې پيدا کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی، خو تښتوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
په ورته وخت کې د تښتول شوي ماشوم پلار وايي چې زوی یې له خپل ماما سره په هوټل کې کار کاوه چې نادرکه شو.
دی وايي چې د زوی له ورکېدو وروسته یې د ملي امنیت ریاست په جریان کې واچاوه او هغوی هم وتوانېدل چې زوی یې پيدا کړي.
د ماشوم پلار له دولت څخه غواړي چې د یادې پېښې عاملین ونیسي او سخته سزا ورکړي.
په ورته وخت کې ازاد شوی ماشوم بیا وايي چې پر موټر سایکل سپرو دوو تنو د هوټل له مخې وتښتاوه.
هغه زیاتوي چې درې شپې له انسان تښتوونکو سره په بېلابېلو ځایونو کې ساتل  کېده او په دغه وخت کې یې جنسي تیری هم پرې شوی دی.
که څه هم مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د تېرو څو میاشتو په پرتله اوس
مهال د تښتونو، غلاوو او هدفي وژنو ګراف ټیټ شوی، خو د تښتونې دغه ډول
پېښې یوځل بیا د خلکو اندیښنې زیاتې کړې او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته