کابل/ د لړم ٢مه/باختر
څلور وسله وال طالبان په قندهارکې د دې ډلې د افرادو د ښخ کړاى شوي ماين په چاودنه کې ووژل شول.
دغه پېښه پرون ناوخته د ميوند ولسوالۍ په جرخشک ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دوسله والو طالبانو دسپرلۍ موټرپه واټ کې پر ښخ کړاې شوي ماين وخوت.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په چاودنه کې د طالبانو ډلې ٤ غړي وژل شوي دي.
هغه وويل چې وسله والو طالبانو دغه ماين په خپله ښخ کړى و.
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې د قندهار پوليسو د دغه ولايت له ګڼ مېشتو لارو څخه د اتو ماينونو په کشفولو سره د يولړ چادونو مخه ونيوله .
پاى ج ذ