کابل باختر د لړم د مياشتې ٢٠ نيټه :
په غور ولايت کې نن د دريو کليو اوسيدونکو ته يو روغتيايي کلينيک جوړ شو.
د دغه کلينيک ودانۍ د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ساحوي سمون د ملي پروګرام له لارې د اتو ميليونو افغانيو په لګښت د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې جوړه شوې ده .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د اطلاعاتو مسوول حبيب بهزاد باختر آژانس ته وويل: د دغه کلينيک ودانۍ شپږ خونې لري چې د ناروغانو د معاينې په خاطر ورڅخه استفاده کيږي.
بهزاد دغه راز زياته کړه: د دغه کلينيک ودانۍ د مسوولينو له خوا د غور ولايت د عامې روغتيا رياست استازو ته وسپارل شوه .
پاى جذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ