امنیت

د ننګرهار په حصارک کې دعملياتو پيل

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٩  :
دصاعقه حصارک عمليات  دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په شاوخوا کليو کې دوام لري ،.
دملي دفاع وزارت  يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل :  دوسله والو مخالفينو له
شتون څخه  دحصارک ولسوالۍ دپاکولو په مقصد ګډ چاڼيز عمليات دسيلاب قول اردو له خوا پيل شول  چې دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ په تګلوري کې يوشمير کلي ددولت دوسله والو مخالفينوله شتون څخه پاک   اودافغانستان دخلکو ددښمنانوله خوا دوسايطو ضد ښخ کړاى شوي ماينونه  چې دورانکارو عملونو د ترسره کولو په مقصد  ځاى  پرځاى کړي و ، کشف او شنډکړاى شول ا وسله والو  مخالفينو مقاومت وکړ  چې په عملياتو کې دشاملو  ځواکونو او دهوايي او توپچي ځواکونو له ګوزارونو سره مخامخ شول.
دملي اردو ځواکونو  په نويو پرمختياو کې په حصارک ولسوالۍ کې دخپلو سنګرونو دټينګښت په مقصد تيره شپه  دملي اردو د کوماندو ځواکونو دخوږياڼيو ولسوالۍ  دسمر کلي او دپيره خيل په کليو کې  دوسله والو مخالفينو په يوه مرکز عمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې په ابوبکر مشهور دمطيع الله ، تراب   په نومونو او ديوه پاکستاني په ګډون  درې تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول او پنځه تنه نور يې له څلورو کلاشينکوفونوسره  ونيول شول.
ددغو عملياتو په بهيرکې امنيتي ځواکونو ته  دسرزيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته