امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شول

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان تېره شپه په قندهار ولايت کې د عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه عمليات د افغان ګډوځواکونوله خوا دقندهار ولايت دميوند ولسوالۍ دتيمور بند په ساحه کې ترسره شول چې له امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  يوه اړونده خبرځاى وويل: ددغو عملياتو په بهيرکې د طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دافغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او پنځه ماينونه يې هم شنډ کړى شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: يوه اندازه چاوديدونکي توکي او مهمات نن دامنيتي ځواکونو له خوا په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو په يوه ډيپوکې کشف او ترلاسه شول.
د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قوماندان د باخترآژانس خبريال ته وويل: په دې ډيپو کې شل – يو کيلويي بوشکې چاوديدونکي توکي، شل ډول ډول ماينونه، د کلاشينکوف سل ګولۍ او يوه ماشينګنه ترلاسه شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته