ټولنه

په شيرزادو کې له اتو کلونو وروسته پوځي قطعاتو دځمکې له لارې اکمال شول

کابل باختر د وري ٢٥:
دننګرهار ولايت  دشيرزاد ولسوالۍ لويه لاره دپوځي عملياتو په بهير کې دمسافرينو،سوداګرو او پوځي کاروانونو پرمخ پرانستل شول .
ددغې لوېې لارې له پرانستل کيدو وروسته په شيرزادو کې پوځي قطعات له اتو کلونو وروسته دځمکې له لارې اکمال شول .
ددغو اتو کلونو په بهير کې  په دغې لويې لارې د ډار اچوونکو دشتون په دليل  دشيرزاد پوځي قطعات دهوا له لارې اکماليدل
دهېواد په ختيځ کې يو جګپوړي پوځي قوماندان باختراژانس ته وويل اوس په لږ لګښت  کولاى شي  پوځي قطعات اکمال کړي . له بله پلوه ددغې لويې لارې پرانستل  دسوداګرو مسافرو او دخلکو دخوښي سبب شوى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته