امنیت

څوارلس تنه طالبان په لغمان ولايت کې ووژل شول

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
څوارلس  تنه وسله   وال طالبان   نن په   لغمان ولايت   کې د  افغان    ځواکونو دعملياتو په بهير کې ووژل شول او ديوه ځانمرګي يرغلګر په ګډون څلور تنه
نوريې ونيول شول .
دغه عمليات دالينګار ولسوالۍ دسنګره په سيمه کې دوسله والو طالبان له
شتون څخه ددغې سيمې د پاکولو په مقصد ترسره شوي و .
د لغمان والي ويندوى  سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل  :   ددغو عملياتو
په بهير کې قوماندان  زاهد له  ديارلسو تنو افرادو سره  يې ووژل شو  او ديوه ځانمرګي يرغلګر په ګډون څلور تنه نوريې دامنيې ځواکونو له خوا ونيول شول.
ده وويل   ددغو عملياتو په بهير کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته