فرهنګ

اجراييه رييس دمطبوعاتو په نړيواله ورځ کې : رسانه يي بنسټونو او خبريالانو تروريستانو ته قوي ځواب ورکړ .

 کابل باختر د ثور  ديارلسمه :
دملي يو والي  دحکومت  اجراييه رييس  ډاکتر عبدالله عبدالله   په کابل کې   دمطبوعاتو  دنړيوالې ورځې دنمانځنې په مراسمو کې په خبريالانو او ملکي وګړو بريد (  تراژيدي ) وبلله او ويې  ويل چې په افغانستان کې دډار اچوونکو ډلو ترمنځ هيڅ راز توپير شتون نه لري .
داجراييه رياست  مطبوعاتي  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دغو مراسمو کې چې پرون درسانه يي  بنسټونو دچارواکو ، درسنيو دمسوولانو اوخبريالانو په ګډون داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې  جوړه شوې وه ، دهېواد اجراييه رييس په کابل ، خوست او قندهار کې  دخبريالانو دشهادت له امله  يوځل بيا د قربانيانو کورنيو او دافغانستان خلکو ته د ډاډ ګيرنې مراتب څرګند کړ .
ډاکتر عبدالله عبدالله درسانه يي  بنسټونو او دخبريالانو  ميړانه اوسرښندنه  وستايله او ويې ويل چې دداعش ، طالبانو ،  القاعده او دحقاني دشبکې  دجنايتکارو ډلو ترمنځ هيڅ راز توپير شتون نه لري .
اجراييه رييس څرګنده کړه  که چيرې نن  يوې ډلې په خبريالانو دبريد د تراژيدي  مسووليت پرغاړه  واخست  بله جنايتکاره  ډله برائت  نه ترلاسه کوي  ځکه په وار وار  يې په دغه شان  وحشيانه بريدونو لاس  پورې کړى دى .
  دهېواد اجراييه رييس څرګنده کړه چې دطالبانو جنايتکارې ډلې دملي يو والې  دحکومت له بيابيا  غوښتنو سره سره دسولې او خبرو غږ ته د  رد ځواب ورکړ او د ډآر اچوونکو  عملونو په دوام سره يې په هېواد کې دنورو تروريستي  ډلو دفعاليت زمينه برابره  کړه .
ډاکتر عبدالله  عبدالله څرګنده کړه  تروريستي  ډلو دافغانستان دخلکو په ډيرې  مهمې لاس ته راوړنې ( رسنيو ) بريد وکړ خو رسنيو مسوولانو او دخبريالۍ  بنسټونو دپيښې په ځاى کې  تراژيدي  اوجنايت په وخت کې  تروريستانو ته څرګند او قوي پيغام  وليږه .
اجراييه رييس دخبريالۍ  دبنسټونو صبر ، زغم او معقول  او رغنده وړانديزونه وستايل .
ډاکتر عبدالله عبدالله  په نظام   کې درسنيو رول او ونډې  اخستنې يادونه وکړه او ويې ويل چې بايد دهېواد حالت د هېواد وال او مسوول په توګه درک کړو ،  سلګونو زرو کورنيو خپل سرپرستان او ډوډۍ راوړونکي په جګړو کې  له لاسه ورکړل موږ ټول  ددغه حالت  په وړاندې مسوول يو اوبايد لاسونه يوبل  ته ورکړو اوخپل هېواد له دغو نامطلوبو  شرايطو څخه وژغورو .
په دې غونډه  کې  دخبريالى  دبنسټونو مسوولانو اعلام وکړ چې داعش ، طالبان ، القاعده ، دحقاني شبکه  او هيڅ  بله  تروريستي ډله نه شي کولاى چې په هېواد کې درسنيو دازاد فعاليت او دبيان دازادى  مخه ډپ کړي .
   دوى دغه راز ټينګار وکړ چې په بې پرې او مسلکي ډول خپل کار ته دوام ورکوي او اجازه نه ورکوي چې دافغانستان دخلکو ډيره ستره لاس  ته راوړنه کمزوري او له منځه لاره  شي .     ختم+_  عطاالله – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته