کابل باختردثور دمياشتي ٦ :
افغان امنيتي ځواکونو پرون دهيواد په ځينوولايتونو کې دپنځلسو موردو عملياتو په بهيرکې شل تنه وسله وال مخالفين ووژل .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ دغه عمليات دکاپيسا ، کندهار، غزني ، لوګر اودپکتيا په ولايتونو کې ترسره شول چې له امله يي شل تنه مخالفين ووژل ، څلور تنه ټپيان شول اويوولس تنه نوريي ونيول شول .
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې په دغو عملياتو کې شل کيلوګرامه نشه يي توکي ، يوولس ماينونه ، يو موټر اوپنځه موټرسايکلونه هم دافغان امنيتي ځواکونولاسته ورغلي دي.
ديوبل خبرله مخې دملي پوليسو منسوبينو پرون د ننګرهار اوزابل دولايتونو په مربوطاتوکې يوه اندازه مهمات او درندې وسلې له نولس زره دوه سوه کيلوګرامه امونيم نايتريت سره ترلاسه کړي .