فرهنګ

درې تاريخي اثار له کندز ولايت څخه ترلاسه شول .

کابل باختر دثور يو ويشتمه :
درې تاريخي اثارچې په کندز ولايت کې ترلاسه شوي و ملي موزيم ته وسپارل شول .
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيد مصدق خليلي دباختراژانس خبريال ته وويل، په دې وروستيو وختو کې درې تاريخي اثاردکندز ولايت دملي امنيت د موظفينو له خوا ددغه ولايت په مربوطاتو کې ترلاسه شول او دلرغون پوهنې او ملي موزيم درياستونوداستازو په ګډون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت استول شوي هيئت ته وسپارل شول .
  ده زياته کړه، ددغو اثارو له جملې څخه دوه اثاره يې دمجسمو سرونه دي چې دخټو اوګچ څخه جوړ شوي دي او دڅلورم اوپنځم ميلادي پيړۍ پورې مربوط  او دباختري يونان ددورې هنري  اثار دي .
خليلي زياته کړه، بل اثر يوه کوچنۍ  مجسمه ده چې په لومړي ميلادي پيړۍ پورې اړونده ده چې له ډبرو څخه جوړه شوې ده او دباختري يونان په دورې پورې مربوط ده او دلرغون پوهانو دڅرګندونو له مخې، دغه اثر دباران دالهي په نامه ياديږي .
داطلاعاتواو فرهنګ وزارت فرهنګي معين وويل، دغه اثار ددغه وزارت داستول شوي هيئت له خوا د ( ٠١٢) قطعي په همکارۍ کابل ته وليږدول شول اوملي موزيم ته وسپارل شول .
ده په دې ترڅ کې  چې دهيواد له امنيتي ځواکونوڅخه چې تل يې داثارو په راستنولو کې داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره همکاري کړې ده ، قدرداني  وکړه اوزياته يې کړه چې له ٢٠٠١ ميلادي کال څخه راپديخوا څه دپاسه  اووه زره تاريخي  اثار دهيواد له بيلابيلوسيمو څخه دکيندنوپه بهير کې اويا دهيواد دامنيتي ځواکونو په همکارۍ له قاچاق وړونکو څخه ترلاسه شوي او ملي موزيم ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته