روغتیا

د عامې روغتيا وزير له يونېسف ادارې سره د همکارۍ تړون لاسليک کړ

 کابل/ د غویي ٥ مه / باختر
د هېواد د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز په افغانستان کې د يونېسف له ادارې سره د ٢٣ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړون لاسليک کړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه قرارداد پر بنسټ دغه پيسې د محافظتي کېټونو،  د روغتيايي پيغامونو په برابرولو، د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو، د صوتي او تصويري رسنيو له لارې د روغتيايي پيغامونو د خپرولو، د کووېډ- ١٩ ناروغۍ په اړوند د پوسترونو، بنرونو او بروشرونو د چاپولو او وېشلو په برخه کې لګول کېږي.
دغه راز د عامې روغتيا وزير د ٧.٤ ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د نړۍ له روغتيايي سازمان سره يو بل قرارداد لاسليک کړ چې دغه پيسې په کندز، فراه، نيمروز، غزني، غور، بدخشان، باميانو او جوزجان کې د کرونا ويروس د تشخيص  لپاره د لابراتوارونو د جوړولو او لوړولو، د سرويلانس ټيمونو د پياوړتيا، د تشخصيه کېټونو د برابرولو د تخنيکي او مسلکي سلاکارانو د ګومارلو، د روغتيايي لارښوونو  د پرمختيا، د همغږۍ او د ګرځنده روغتيايي کارکوونکو د همغږۍ او د ظرفيتونو د لوړولو د مديريت، پوهاوي ورکولو او په نورو اړوندو چارو کې لګولې کېږي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته