اقتصاد

د ګرځندوى صنعت وده د هېواد د اقتصادي ودې سبب کيږي

کابل باختر د زمري  څلورمه :
په افغانستان کې د ګرځندوى صنعت وده او پراختيا د دې تر څنګ چې د هېواد د اقتصادي ودې سبب کيږي، په نړۍ کې د هېواد د بېلابېلو دورو د تمدنونو معرفي کول هم  دي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
په دې کې د شک او ترديد ځاى نشته چې افغانستان تاريخي، طبيعي او فرهنګي جذابيتونه لري، خو  دغه  جاذبې په څو وروستيو لسيزوکې د جګړې او نا امنۍ، اختلاف او د نښتو تر لړو لاندې راغلي دي .
د دغونا خوالو د له منځه وړلو او د افغانستان د فرهنګي او پرتمينې څيرې  د معرفي کولو په خاطر افغانستان بيا د فرهنګونو او تمدنونو د پيوستون د څلور لارې په توګه دپاملرنې  په مرکزکې ځاى نيولى دى او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په لومړي ګام کې د ګرځندوى په وړاندې د تروريزم د چلنجونو علمي _څيړنيز سيمينار جوړ کړ چې دغه سيمينار په هېوادکې د ګرځندوى صنعت د ودې لپاره د بنسټ  ډبره وي.
له شک پرته د سيمينار برخه والو د هغو مسئلو په باب خبرې وکړې چې کولى شي د ستونزو غوټه پرانيزي او د دغه صنعت د ودې او د هېواد د طبيعي، تاريخي او فرهنګي جذابيتونو د معرفي کولو په تګلوري کې يولارښود وي.
  په هر صورت کله چې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په دې سيمينارکې طرحه  کوي: ( کورنى  ګرځندوى، يوازې د سياحت محور نه دى، بلکې دملي وحدت بحث هم دى)، جوتوي چې تاريخي، فرهنګي او طبيعي پانګې د افغانستان په ټولوخلکو پورې اړه لري او دغه چاذبې کولى شي  د افغانستان د بلې څيرې څرګندوى وي. زموږ هېواد چې يو وخت د تمدنونومرکز و.
په هرصورت په افغانستان کې د ګرځندوى د صنعت د ودې په باب خبرې ددغه هېواد تاريخي وياړنو ته ستنيدل دي چې جګړې او دښمنۍ سيورى پرې غوړولى  دى .
  که چيرې د افغانستان ملت په لنډ مهال کې وکولى شي په نفاق او شقاق، جګړې او وينې تويولو بريالي شي، په داسې فرصتونو برلاسه کيږي چې له هغو څخه په استفادې سره جګړه ځپلى افغانستان ودانيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته