امنیت

په زابل کې د نويو نښتو له امله نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ترينکوټ/ باختر دزمري نولسمه :
نهه تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د يولړ هوايي بريدونو له امله ووژل شول .
  په دغو طالبانو تېره شپه ټيک هغه وخت چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت و، ډزې وشوې .
د زابل ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر  غلام جيلاني فراهي  باختر آژانس ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  ده وويل چې دغه بريدونه د افغانستان د هوايي پوځ له خوا ترسره شوي دي .
  ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو يو پټنځى په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى .
د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې د زابل ولايت د ډار اچوونکو په سنګرونو دڅو هوايي بريدونو ډګر دى، هغه بريدونه چې له امله يې وسله والو يرغلګرو ته د سر دروند زيان اوښتى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته