امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوي يو نومول شوى قاضي ونيول شو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
دوه تنه وسله وال  طالبان تيره شپه په سرپل ولايت کې ووژل شول دوه تنه نور طالبان ټپيان او يوبل نومول شوى  قاضي دپوليسو له خوا ونيول شو.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان پاسوال  نور حبيب ګلبهاري باختر آژانس ته وويل :طالبانو تيره شپه د دغه   ولايت په   مرکز پورې اړوند د لتې   په کلي کې   دملي پوليسو په امنيتي پوستې بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول ، دوه تنه ټپيان او دملا   ذکريا په نامه   د دوى  نومول شوى قاضي دپوليسو له خوا ونيول شو .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې  :    په دې نښته کې پوليسوته زيانه نه دى اوښتى ديوبل خبرله مخې :
ديوه قوماندان په ګډون  دوه تنه وسله وال طالبان نن   په ميدان وردګو ولايت کې ووژل شول  او شپږ  تنه نوريې ټپيان شول.
د ميدان وردګو د والي ويندوى  عطالله خوږياڼي  باختر آژانس ته   وويل  :
ددغه ولايت د دايمرداد ولسوالۍ د کافر قلعه په ساحه کې د وسله والو طالبانو
او دامنيتي ځواکونو ترمنځ  دنښتې په بهير کې د طالبانو يو مشهور قوماندان
په ګډون دوه   تنه وسله وال طالبان   ووژل شول او شپږ  تنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه :    دپيښې   ټپيان ،  يوه پيکا ماشينګڼه او يو کلاشينکوف او دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته