-کابل باختر د لړم اته ويشتمه :
دبغلان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دعامه کتابتون ودانۍ نن دبغلان دوالي عبدالستار بارز او ددغه ولايت داطلاعاتو او فرهنګ درييسې شکريې اصيل له خوا پرانستل شوه .
دبغلان ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رييسه شکريه اصيل دباختراژانس خبريال ته وويل دعامه کتابتون ودانۍ د المان په مرسته دڅه دپاسه شپاړلسو مليونو افغانيو په لګښت په پلخمري ښار کې په دريو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په يو کال کې جوړه شوې ده . چې شپږ اداري خونې او دمطالعې سالون لري .
دې څرګنده کړه چې اوس په دغه کتابتون کې څه دپاسه شپږ زره ټوکه کتابونه شته .
1 د یوې دقیقې څخه لږ