کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٢ :
پنځه ثابتې او ګرځنده امنيتي پوستې د سمنګانو ولايت د بر او کوز دره صوف د ولسواليو ترمنځ لاره کې جوړې شوې.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالمنير رحيمي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دسيمې د اوسيدونکوپه غوښتنه درې ثابتې او دوه ګرځنده پوستې د دغو دوو ولسواليو ترمنځ لاره کې جوړې شوې او د ملي پوليسو ، ملي اردو، د امن او عامه نظم د پوليسو په ګډون د ارګانونو په کافي اندازه منسوبين ځاى پرځاى شوي دي.
رحيمي زياته کړه چې نوې جوړې شوې پوستې د کوز دره صوف له مرکز څخه دبلخ ولايت د کشنده تر ولسوالۍ پورې د ٣٥ کيلومترو مترو په اوږدوالي د سړک او د ليږدونکو وسايطو د چلوونکو اوسپرليو دامنيت دتامينولو مسووليت په غاړه لري چې په دې لاره تګ راتګ کوي.
هغو سپرليو چې د دغو دوو ولسواليو ترمنځ لاره کې تګ راتګ کوي؛ تائيد کړه چې د دغو پوستو له جوړيدو وروسته د لارې امنيت ښه شوى او هغه ستونزې چې پخوا يې د وسايطو چلوونکي او سپرلۍ ګواښولې؛ اوس لرې شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل