خبرونهاقتصادټولنهTOP

بلخ؛ په مزارشریف کې د اوړو او غنمو د پلور لوی مرکز پرانیستل شو

کابل، د لړم ۲۸مه، باختر
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د اوړو او غنمو د پلور لوی مرکز د یاد ولایت د سیمه ییز چارواکو په شتون کې پرانیستل شو.
د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابو ادريس په ټولو هېوادوالو غږ وکړ لکه څرنګه چې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه د امنيت تنګښت په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي د هېواد ټول اوسېدونکي او سوداګر باید د خپل هېواد د پرمختګ او پراختيا لپاره په ټول ځواک کار وکړي.
په همدې حال کې په بلخ کې د درملو د خرڅلاو اتحادیې مسوول احمد شعيب صافي له ملي سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې په هېواد دننه پانګونه وکړي او هم د خپل هېواد پرمختګ او د هېوادوالو لپاره د کار زمينه برابره کړي.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د پوهنې رييس الحاج شيخ عبدالجليل شهيدخيل وویل چې په اوسنيو شرايطو کې د بلخ ملي سوداګر هم د هرات ولايت د زنده جان ولسوالۍ اوسېدونکو سره او هم د افغان کډوالو د لاسنيوي سره دا وښوده چې په سختو شرایطو کې د خپلو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دي.
اخوا د غله جاتو اتحاديې مسوول ملا محمد يوسف د سیمه ییزو مسوولينو له همکارۍ څخه ستاينه وکړه او زياته کړه چې پخوا د يوه مناسب ځای د نشتوالي له کبله د ډېرو ستونزو سره لاس او ګريوان وو چې د دغه ځای په جوړيدو سره یاده ستونزه هواره شوه.
هغه ډاډ ورکړ چې خپلو هېوادوالو ته د ښه خدمت رسونې لپاره په پوره اخلاص چارې ترسره کوي.
په مزارشريف ښار کې د مزار هوټل يو تن برخه‌ وال عصمت الله اسحاق زي وویل چې د دغه مرکز په لومړي پوړ کې، د درملو خرڅلاو او د ګدامونو شتون، په تهکوي کې د زرو مترو لپاره د موټرو تمځای، او په درېیم پوړ کې د مالي او اسعارو د بدلون او همدارنګه د اوړو، غنمو، خوراکي توکو، د سيخ او تيلو بولۍ لپاره مناسب ځايونه په پام کې نيول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې مزار هوټل سوداګریز دولتي مارکېټ څلور برخې لري او د يوه قراردادي شرکت لخوا د نفتي توکو د ساتنې او پروسس، درملتونونو، صرافۍ او خوراکي توکو د پیر او پلور مرکزونه به پکې فعاله شي چې نن یې د اوړو او غلې دانې د جوړېدو چارې سرته ورسېدې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته