امنیت

ناټو دخپلو دوو تنو پوځيانو وژل کيدل تاييد کړل

کابل باختر د لړم لسمه
  ناټو تاييد کړه چې دوه تنه  پوځيان يې په هلمند ولايت کې دافغان پوليسوپه جامو ديو سمبال سړى  د ډزو له امله  وژل شوي دي .
  پرون دناټو په دوو تنو پوځيانو د ګرشک ولسواليو په مربوطاتو کې په پرشه سيمه کې دهغه سړى له خوا ډزې وشوې اوووژل شو چې ويل کيږي دافغان پوليسو په جامو سمبال و .
ناټو باختر اژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره دغه پيښه تاييد کړه خو دوژل شويو پوځيانو دهويت او ديرغلګر دبرخليک په باب يې څه نه دي ويلي .
دهلمند ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوي احمد فريد فرهنګ له باختر اژانس سره په اړيکه کې وويل  چې په دې پيښه کې وژل شوي پوځيان بريتانويان دي .
يوه اړوند خبرځاى وويل: يرغلګر هم دناټو د پوځيانو په متقابلو ډزو کې وژل شوى دى او ددغو ډزو دانګيزې دپيداکولو لپاره څيړنې پيل شوي دي .   ددغه شان بريدونو له زياتوالي وروسته دملي دفاع او دکورنيو چارو دوزارتونو مقاماتو د پوځيانو دسندونو دڅيړنې په ترڅ کې دپوليسو له ليکو سره دځوانانو جذب په څرنګوالي نوى نظر کړى دى .
دناټو دسازمان له خوا دوړاندي شويو شميرنو له مخې، دروان ميلادي کال  له پيل څخه تراوسه پورې په افغان يونيفورم دسمبالو کسانو د ډزو له امله پنځوس تنه بهرني پوځيان وژل شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته